IQNA

په  انډونیشیا کې د ایراني نوروز جشنواره پيل شوه

16:14 - March 28, 2022
د خبر لمبر: 3485603
تهران (ایکنا) – د انډونیشیا د جکارتا دملی کتابتون په هال کې په دغه هیواد کې د ایران داسلامی جمهوریت دکلتوري خونې  په همت سره  د ایراني نوروز  جشنواره ، نن سهار پيل شوي او  د وري دمیاشتې تر لسم پورې به دوام ولري .

ایکناخبري آژانس په جکارتا کې د ایران د  کلتوري خونې د اطلاعاتو دبرخې له قوله راپور راکړ ،  ددغې جشنوارې په لومړنۍ ورځې چې نن د ایران دتمدني او کلتوري حوزې کې د لرغوني نوروز او د نوي لمریز کال په مناسبت  پیل شوې ،ډيرو ویناوالو په دې مناسبت ویناوې وکړې   چې دغه دستورې د نړۍ  د مختلفو هیوادونو دډيپلوماټانو او همداارز د انډونیشیا د سیاسی کلتوري او رسندوئي شخصیّتونو له خوا  او همداراز  په دغه هیواد کې دیره  دایرانیانو او دهغوي د دکورنیو له تاؤدۀ هرکلی سره یو خاي  وې .

په  جکارتا کې  دایران داسلامی جمهوریت کلتوري سلایار محمد رضا ابراهیمي دا یران د هنر اوفرهنګ د منیه والو لپاره د ایرانیو فلمونو خپرول هم  ددغې جشنوارې دپروګرامونو یوه برخه وبلله او وې وئيل ،د پروګرام په اساس ، دغه فلمونه  له انګریزي ژبې ترجمې سره یو ځاي تر پنځو   ورځو پورې  ددغه کتابتون  په سینما هال کې دخلکو نندارې ته وړاندې کیږي . 

په انډونیشیا کې د ایران کلتوري سلایار ددغې درې ورخنۍ جشنوارې  په نورو پروګرامونو  د ایرني هفت سین جوړیدا ،د کلتوري محصولاتو په تیره د لاسي صنائعو تر ټولو ستر نندارتون  او همداراز د نوروزي دودونو د عکسونو  او د ایرانیو میټایانو او خوړو  پروګرام هم  شامل دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4045379  

captcha